د کابل-اسلام اباد چارواکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیتي تړون پر نهايي کېدو ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي موافقې پر نهايي کېدو ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن چهارشنبه د مرغومی ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په کابل کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیت د تړون (APTTA) پر نهايي کولو او د Cross - Stuffing پر موضوع ټینګار وکړ.

 پاکستاني پلاوي د افغانستان د توکو او ټرانزیټ لپاره د یوې مشخصې سیمې د ټاکلو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.

 پاکستاني پلاوي دپاکستان له طرفه د سوداګرۍ او ټرانزیټي خنډونو پر لرې کولو، د بانکي تضمین په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو او د دوه فیصده مالیاتو د کمولو په اړه خبرې وکړې.

 دواړو خواوو موافقه وکړه چې د نړیوالو سوداګریزو معیارونو سره سم همکاري وکړي. دغه وزارت زياته کړه: په دې کتنه کې د سوداګرۍ په برخه کې د ترجیحي تجارت په باب هم تصميم ونيول شو چې د افغانستان د صادراتو د موسم له مخې د دواړو هېوادونو تر منځ څلور توکي له افغانستان او درې له پاکستانه تبادله کېږي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان په چارو کې د پاکستان خاص استازی محمد صادق خان پرون په افغانستان کې د دغه هیواد د هوایی حملو له ډالۍ سره کابل ته راغی.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .